نړۍ

د ملګرو ملتو د سازمان عمومي منشي نن عراق ته سفر کوي

دمشق-بغداديه نيوز – باختر د زمري دمياشتې دويمه:-
دملګرو ملتو د سازمان عمومي منشي بان کي مون نن عراق ته سفرکوي.
باختر آژانس د بغداديه نيوز له خولې خبرراکړ: د دغه سفر هدف د عراق د سياسي او امنيتي بريدونو په باب خبرې اترې بلل شوى دى.
بان کي مون په دې سفرکې د عراق له صدراعظم نوري المالکي ، د استازو د مجلس له ريس سليم الجبوري او يو شمېر سياسي مشرانو سره ګوري.
د داعش د ډلې افرادو دغبرګولي د مياشتې له ١٩ مې نيټې را پدې خوا د عراق شمالي برخې نيولې دي او د دغه هيواد د تجزيې ګواښ يې کړى دى او د خپل پرمختګ په بهيرکې يې ستر جنايتونه ترسره کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته