امنیت

طالبانو دوه دولتي کارکوونکي وتښتول

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٩
وسله والو طالبانو پرون مازيګر دوه تنه دولتي کارکوونکي په سرپل ولايت کې وتښتول .
د سرپل لايت د امنيې قوماندانۍ د اوپراسيون آمر سيد نقيب الله سادات باختر آژانس ته خبر ورکړ: وسله والو طالبانو د ترافيکو يو کارکوونکى او د ترانسپورت رياست يو کارکوونکى د سرپل ولايت د مرکز اړوند د شفا سرچينې په سيمه کې کله چې له دندې څخه د کور په لور روان وو، له ځان سره بوتلل. سادات زياته کړه: امنيتي ځواکونو دپلټنې عمليات پيل کړي دي خو د دې پيښې علت يې نه دى څرګند کړى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته