سیاست

د جمهور رييس حکم

کابل_باختر_د وږي د مياشتې٨مه:
د ښوونکي د ورځې ( د تلې میاشتې د دیارلسمې ) د نمانځنې په ویاړ، د پوهنې وزارت (‍۱۰۰) سلو تنو ښوونکو او منسوبینو ته، د عالي دولتي مډالونو، د اجرا په اړه د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمد اشرف غني حکم
د ماليې وزارت دې، د دې حکم پر بنسټ د غازي میر مسجدي خان (۳۰) عالي دولتي مډالونه، د غازي میربچه خان ( ۳۰) عالي دولتي مډالونه او د میوند د معرکې د اتلې ملالۍ ( ۴۰) عالــــي دولتي مډالونه چې د ۱۳۹۴ لمریز کال د وږي د میاشتې د فرمان له مخې، د پوهنې وزارت ( ۱۰۰ ) تنو ښوونکو او منسوبینو ته منظور شوي دي، د قطعي مصرف په توګه د جمهوري ریاست د چارو د ادارې د لوی ریاست د څارنې، ارزونې او پلټنې د عمومي ریاست، د څارنې او ارزونې د ریاست د مکافاتو آمریت په واک کې ورکړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته