فرهنګ

درې شپيتو تنو ميرمنو اونجونو ته دژورناليزم په برخه کې دکار د زده کړې ددورې زمينه برابريږي .

کابل باختر د زمري  اتمه :
  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت او دکليد ګروپ ترمنځ نن دهمکارۍ تفاهم ليک لاسليک شو .
ددغه تفاهم ليک له مخې، کليد ګروپ درې شپيته تنه ميرمنې اونجونې دژورناليزم په برخه کې روزي .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، دغه تفاهم ليک داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارومعين فاضل سانچاري  او دکليد ګروپ رييسې نجيبې ايوبي لاسليک کړ .
ددغه تفاهم ليک له مخې به درې شپيته تنه ميرمنې او نجونې دکار دزده کړې په دوو څلورو مياشتنيو دورو کې دهېواد په اوو ولايتونوکې دژورناليزم اساسات زده کړي په لومړى دوره کې يو ديرش تنه او په دويمه دوره کې دوه ديرش تنه ميرمنې اونجونې زده کړه کوي .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معين فاضل سانچارکي ددغه تفاهم ليک  لاسليک کول دخبريالۍ په برخه کې دميرمنو اونجونو دونډې اخستنې په لاره کې  مهم ګام وباله . ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته