امنیت

٣٤٢ کيلوګرامه چاوديدونکي توکي کشف شول.

-کابل – باختر د ثور دمياشتې ٩
دکورنيو چارو وزارت دکابل په ختيځ کې د ٣٤٢ کيلوګرامو چاوديدونکو توکو دکشفولو خبر ورکړ.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتى دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ : دغه چاوديدونکي توکي په ١٩ بوريو کې ځاى پرځاى شوي و او د تروريستانو له خوا دکابل د ده سبز ولسوالۍ دکټه خيلو دکلي په يو کور کې ساتل کيدل تروريستانو غوښتل له دغو چاوديدونکو توکوڅخه په پايتخت کې په تروريستي فعاليتونو کې استفاده وکړي.
دکورنيو چارو وزارت ددغې قضيې دعاملينو په اړوند څه نه دي ويلي خو په دې وروستيو کې په افغانستان کې دناتو دځواکونو قوماندانۍ پايتخت په ګډون دهيوادپه لسو ولايتونو کې دتروريستي بريدونو دترسره کولو په خاطر دحقاني دشبکې دتياري خبر ورکړ.
جمهور رييس غنى په خپله وروستي وينا کې دحقاني شبکه دتروريستي او دافغانستان دخلکو د دښمنانو له جملې څخه وباله ، دغه شبکه دوى دمياشتې ديو ديرشمې نيټې دتروريستى پيښې ترسره کوونکې معرفي شوې ده ،دغې شبکې پخواهم په کابل ، لوګر او پکتيکا کې دتروريستي او خونړيو بريدونو عامل معرفى شوى دى دغه شبکه دپاکستان داستخباراتو له سازمان سره نږدې اړيکې لري افغان سياسي کارپوهان دحقاني شبکه داى –اس- اى د رسمي تشکيلاتو پورې اړونده بولي او امريکا دغه شبکه دپاکستان دپوځي استخباراتو او سپنيز مټ بللى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته