اقتصاد

داقتصاد وزارت دغيردولتي موسسو د فعاليتونو دسمون درياست خبرتيا:

کابلباختردسرط ان٢٥
داقتصاد وزارت دغيردولتي موسسو د فعاليتونو دسمون درياست خبرتيا:
ټولي غير دولتي موسسې (کورني اوبهرني انجوګانې ) چې په اقتصاد وزارت کې ثبت او راجستر کيږي د انجوګانو دقانون له ٣١ مادې سره سم په هرو شپږو مياشتو کې په ولايتونو کې داقتصاد رياستونو دفترونو او په مرکز کې داقتصاد وزارت په مرکزکې دانجوګانو درياست دفترونو ته دخپلو پروژودفعاليت اود مالي لګښتونو درپوټونو په وړاندې کولو مکلف دي خو لکه څنګه چې په اقتصاد وزارت کې دثبت شويو کورنيو او بهرنيو انجوګانو دوسيې مطالعه او وڅيړل شوې ، له بده مرغه ٢٣٥کورنيو انجوګانواواتوبهرنيو انجوګانو په پرله پسې توګه ددوو کلو نو په بهير کې (د١٣٩٠ کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د١٣٩١ کال تر پاى پورې ) دخپلو فعاليتونوراپورونه دولايتونو د اقتصاد رياستونو او په مرکز کې دانجوګانو رياست ته نه دي ليږلي ،له دې امله د انجوګانو دقانون  د ٣٥ مادې له لومړى فقرې اودڅيړنې د عالي کميسيون د ١٣٩٢ کال دچنګاښ د مياشتې د پنځمې نيټې دغونډې له پريکړې سره سم په انحلال لست کې نيول شوي دي اود١٣٩١ کال دکب د مياشتې تر پايه پورې کورنيو او بهرنيو غيردولتي مو سسو ته وخت ورکړ شوى دى چې دخپلو فعاليتونو رپوټونه دى د اقتصاد وزارت ته وړا ندې کړي .
له دې ا مله په دى وسيله دثبت او را جستر دڅيړنې عالي کميسيون پريکړه په مرکز او ولايتونو کې د انحلال په لست کې شاموټولو غيردولتي موسسو ياکورنيو او بهرنيو انجوګانو ته چې لا تر اوسه پورې يې د١٣٩٠ کال له لومړيو شپږو مياشتو څخه د ١٣٩١ کال ترپايه پورې دخپلو پروژو  دفعاليت او لګښتونو رپوټ نه دي وړاندي کړي خبر ورکول کيږي چې ډير ژر دې دتطبيق شويو پروژو اود مالي لګښتونو د فعاليتونو راپورونه د١٣٩٢ کال دچنګاښ د مياشتې ترشلمې نيټې پورې دى په اقتصاد وزارت کې د انجوګانورياست ته وسپاري له دې پرته د ټا کلي مودې له تيريدو وروسته دانجوګانو دقانون د٣٥ او ٣٦ مادو او دڅيړنې د عالي کميسيون له پريګړې سره سم د غه موسسې منحلې بلل کيږي اود هغو دتجهيزاتو د تصفيې په برخه کې به اقدام وشي اوبيا به دشکايت حق ونه لري

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته