کابل باختر د لړم دمياشتې لسمه :
په غزني ولايت کې ديوې نښتې په بهير کې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول .
نښته پرون ناوخته داندړو ولسوالۍ د ناني په سيمه کې هغه وخت وشوه چې يوې ډلې وسله والوطالبانو د افغان سرتيري په يوې قرارګاه بريدوکړ .
دغزني ولايت داندړو ولسوالۍ يو سيمه ييز مسوول باختراژانس ته وويل :
چې په دې نښته کې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نور يې
ټپيان شول .
ويل کيږي يو پاکستاني طالب هم په وژل شويو کسانو کې شامل دى .
په همدې حال کې دغزني سيمه ييز مسوولين وايي په دې نښته کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته زيان نه دى رسيدلى .
0 1 دقیقه لوستل