روغتیا

په افغانستان کې د کرونا واکسین د تطبیق پیل لومړۍ مرحله د جمهوررییس غني په حضور کې پیل شوه

– کابل / د کب ۵ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د کووېډ-۱۹ واکسین د تطبیق پیل په مراسمو کې چې په څو امنیتي او دفاعي ځواکونو، روغتیایي پرسونل او د هېواد د رسنیو په استازو تطبیق شو، ګډون او وینا وکړه.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دغو مراسمو کې چې د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې ترسره شول او په کې لومړۍ مېرمن، د جمهوري ریاست مرستیالانو، د ملي شورا د دواړو خونو رییسانو، قاضي القضات، د سترې محکمې رییس او د هېواد د وسله وال پوځ یو شمېر منسوبینو حضور درلود، لومړی د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر وحید مجروح خبرې وکړې.
هغه په خپلو خبرو کې روغتیایي سکتور ته د جمهوررییس له پاملرنې د مننې ترڅنګ وویل: دې پاملرنې او ملاتړ د هېواد روغتیایي کارکوونکو ته جرئت او وړتیا ورکړه چې په تر ټولو سختو شرایطو کې د خپلو خلکو د ژغورنې لپاره هڅې وکړي.
هغه زیاته کړه: افغانستان له هغو محدودو هېوادونو څخه دی چې په ډېرو کمو امکاناتو یې کروناویروس په اغېزناک ډول مدیریت کړ او روغتیایي سکتور د دولت د فعالې رهبرۍ او ډيپلوماسۍ تر چتر لاندې مخکې ولاړ او اوس یې د کرونا واکسین تطبیق پیل کړ.
مجروح څرګنده کړه: لومړی ډوز واکسین به هغو سرتېرو ته چې د هېواد د درې رنګه بیرغ ساتنه کوي او روغتیایي کارکوونکو ته چې په تر ټولو سختو شرایطو کې یې له کروناویروس سره د مبارزې په ګرمو سنګرونو کې د خپلو خلکو د ژغورنې لپاره هڅې وکړې، تطبیق شي.
وروسته په افغانستان کې د هند سفیر رودریندرا ټنډن خبرې وکړې، ویې ویل: کرونا ویروس له سیاسي او اقتصادي اړخه نړۍ ته زیات زیان واړوه او پر اقتصادي ځوړتیا سربېره یې زیات مالي او ځاني زیانونه درلودل.
په افغانستان کې د هند سفیر وویل چې هیواد یې د افغانستان د ستراتېژیک شریک او دوست په توګه، تیار دی چې له کروناویروس سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان له روغتیایي بنسټونو سره کار وکړي.
جمهوررییس محمد اشرف غني په خپلو خبرو کې وویل: د خدای شکر ادا کوو هغه فاجعه مو چې نړۍ یې له ستونزو سره مخ کړه، په صحیح ډول مدیریت کړه.
هغه زیاته کړه: د خطرونو په اړه زموږ لومړي تحلیل د ډېرو زیاتو خطرونو ښودنه کوله، خو د کرونا د لومړۍ او دویمې څپې د پنځو مرحلو په تفصیل کې موږ وتوانېدو ټولنه، اقتصاد او د دولت قوت او ځواب وینه ټول وساتو.
جمهوررییس وویل: د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملت مننه اندازه نه لري او دا ټول د هغوی د زړورتیا، ژمنتیا او پر نفس د باور او همدا راز د افغانستان اسلامي جمهوریت باندې د هغوی د باور له برکته دي.
جمهوررییس غني د وسله وال پوځ له ټولو روغتیایي منسوبینو څخه د مننې ترڅنګ چې هڅه یې وکړه چې کروناویروس د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې خپور نشي مننه وکړه، ویې ویل: موږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې اته زره روغتیایي کادرونه لرو او د ویاړ ځای دی چې د ملي امنیت، ملي پولیسو او ملي اردو روغتونونه بیا زموږ د باور وړ ګرځېدلي دي.
د هېواد جمهوررییس څرګنده کړه: دولت وسله والو ځواکونو ته غوره طبي امکانات برابر کړي او هغوی ته لا زیاته پاملرنه کېږي.
هغه زیاته کړه: زموږ روغتیایي کارکوونکي واقعاً د افغانستان اتلان دي.
جمهوررییس وویل: د رسنیو له فعالیتونو په ځانګړي ډول په داسې فضا کې چې د افغانستان دښمنان په دوامداره ډول د افغان ملت تر ټولو غوره مغزونه او ځواکمنې ژبې په نښه کوي، مننه کوم. دښمنان نشي کولی د دې خاورې د نارینه وو او ښځو رسا غږونه چوپ کړي، تل به د افغانستان د خپلواکۍ، برابرۍ او ملي حاکمیت غږ لوړ ساتو.
جمهوررییس غني د دوست او ستراتېژیک شریک په توګه د هند له مرستې او همکارۍ مننه وکړه، ویې ویل: زموږ د همکارۍ ډول د ګټو او ګډ بشردوستانه لیدلوري پر اساس ټاکل شوی دی او تل به له یو بل سره همکار واوسو.
جمهوررییس وویل: د کرونا واکسین د یوې بلې برخې د پیدا کولو لپاره چې ۴۰ سلنه خلک به تر خپل پوښښ لاندې راولي، زموږ هڅې ډېر ژر پایلې ته ورسېږي.
د هېواد جمهوررییس د خپلو خبرو په پای کې وویل: د کرونا خطرونه لا هم لمنځه نه دي تللي، نو په همدې اساس واضح اړتیا ده چې حفظ الصحې، ماسک اغوستو او ټولنیزې فاصلې ساتلو ته جدي پاملرنه وشي.#
پای / ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته