ورزش

د آزادي ټيم خپل سيال ته ماتې ورکړه .

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٨
په هرات کې دفوټبال د دويم لاس سياليو نن سهار په يوې لوبې سره دوام وکړ.
دهرات دفوټبال فدراسيون تخنيکي مسوول نجيب الله نوروزي باختر آژانس ته وويل :دغه لوبه د آزادي او دخراسان دفوټبال د ټيمونو ترمنځ وشوه چې لوبه دصفر په وړاندې په اووه سره د آزادي دفوټبال ټيم په ګټه پاى ته ورسيده.
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې :دهرات دفوټبال د دويم لاس سيالۍ د دولسو ټيمونو ترمنځ دهرات په لوبغالي کې پيل شوې دي او هره ورځ دسهار له خوا دوام کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته