امنیت

د ٣٩ ډار اچوونکو وژل کېدل

کابل /دلړم ٢١مه / باختر:
دملي دفاع وزارت  ددفاعي ځواکونوپه چاڼيزو عملياتو کې د ٣٩ډار اچوونکو دوژل کېدو خبرورکړ .
دباختراژانس دخبرله مخې ، دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر نن ديوې خبرپاڼې په خپرولوسره ويلي دي، امنيتي او دفاعي  ځواکونو په تېرو ٢٤ ساعتو کې  ٢١ يرغليز او چاڼيز عمليات او  ١٢  هوايي برېدونه دبغلان ، ننګرهار ، پکتيا ، هلمند اوميدان وردګو په ولايتونوکې  ترسره کړل چې په پايله کې  ٣٩ ډار اچوونکي ووژل شول پنځه ډار اچوونکي ټپيان شول  او اووه نور ډار اچوونکي دتروريستي  فعاليتونو دترسره کولو په تور ونيول شول .
  ختم_ شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته