ايبک/ باختر د لړم دمياشتې ٨ مه :
د سمنګانو پوليسو پرون يوسړى دخپلې ميرمنې او خواښۍ د وژنې په تور ونيوه.
د سمنګانو ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر سمونوال خواني طاهري د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه سړي څه موده مخکې د خپلې ميرمنې د پلار په کورکې خپله ميرمن او خواښۍ په ډزو سره وژلې او خپل خسر او اوښى يې هم ټپيان کړي وو .
خبرځاى زياته کړه: دى د پوليسو تر څارنې لاندې و چې د ايبکو ښار په مربوطاتوکې ونيول شو
دى د دغې پيښې علت کورنى تاوتريخوالى وباله .
0 د یوې دقیقې څخه لږ