امنیت

څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختردوږي دمياشتې  ٢  :
دننګرهار ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې  دافغان ځانګړو ځواکونو دعملياتو په بهيرکې څلور تنه وسله وال طالبان ووژ ل شول.
دننګرهار دامنيې قوماندانۍ ويندوى  حضرت حسين مشرقيوال دباختراژانس خبريال ته وويل :  دغه عمليات تيره شپه  دافغان دځانګړو ځواکونوله خوا دچپرهارولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول چې له امله يې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
مشرقيوال وويل :  ددغو عملياتو په بهيرکې   يو سلو اويا تنه مشکوک کسان  دامنيتي ځواکونوله خوا نيول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته