ټولنه

په زابل کې د نیالګیو د کښېنولو لړۍ پیل شوه

قلات/ باختر/ د کب د میاشتې ۲۵ مه
د زابل ولایت په مرکز قلات ښار کې د ( زرغون قلات) ترنامه لاندې د نیالګیو د کښېنولو لړۍ پیل شوه.
د دغه ولایت د ښاروالۍ مسوولین وايي چې د دغه کمپاین په ترڅ کې به د زابل ولایت په مرکز قلات کې ۸۵۰۰ میوه لرونکي او غیر میوه لرونکي نیالګي کښېنول شي.
د زابل د ولایتي شورا رئیس عطامحمد حق بیان چې په یاد کمپاین کې یې برخه درلوده، د باختر اژانس له سیمه ېیز خبریال سره په خبرو کې وویل چې د ايښودل شویو نیالګیو د ساتنې ترڅنګ به له ښاروالۍ سره خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته