خبرونهامنیت

امرالله صالح: څوارلس واړه او لوى بمونه د ارغندې له ساحې څخه ترلاسه شول

۲۵- کابل / د لیندۍ ۳ مه / باختر
د جمهوررييس لومړى مرستيال وايي چې امنيتي ځواکونو ۱۴ واړه او لوى بمونه د کابل له ارغندې ساحې څخه ترلاسه کړي دي.
دغه ساحه د کابل له نا امنو سيمو څخه بلل کېږي او پخوا هم د زړه بوږنوونکو پېښو ډګر و.
صالح چې نن سهار يې په امنيتي غونډه کې خبرې کولې، څرګنده کړه: د ارغندې ځينې سيمې د امنيتي ځواکونو له لورې تصفيه شوې دي چې په پايله کې ۱۴ لوى بمونه چې هر يويې کولاى شول په کابل ښار کې ناتار رامنځته کړي؛ کشف او شنډ کړاى شول. دغه ساحه د کابل ښار له نا امنو سيمو څخه شمېرل کېده او پخوا د زړه بوږنوونکو تروريستي پېښو ډګر و.
هغه زياته کړه: ملي امنيت په تېرو٢٤ساعتو کې ٧ نيونې درلودې چې په وسله والو طالبانو او داعش ډلې پورې اړوند دي چې د سبا په غونډه کې به پرې خبرې وشي.
صالح دغه راز تائيد کړه: تر تعقيب لاندې هغه کسان چې عکسونه يې د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې ځړول شوي دي؛ يوشمېر يې په واقعيت کې دولت ته منسوبین دي او موږ د ملي بنسټونو د حرمت په خاطر له جزئياتو څخه ډډه کوو. د وروستيو اوونيو په نيونو کې په بېلابېلو کچو منسوبین هم شامل دي چې په جرمونو کې يې لاس درلود.
د جمهوري رياست لومړي مرستيال امرالله صالح نن سهار د شپږ نيمو بجو په غونډه کې پر کابل ښار د توغنديزو بريدونو په اړوند وويل: تراوسه له ملت سره د شريک کولو په خاطر د لمس وړ لاسته راوړنې نلرو.
هغه وويل: پر کابل ښار د توغنديزو بريدونو د عاملینو د موندلو په موخه هلې ځلې دوام لري او په دې اړوند هره ورځ معلومات له خلکو سره شریکو.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته