امنیت

په جاني خېلو ولسوالۍ کې ۳۵ تنو وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله واوښته

ګرديز باخترد زمري د مياشتې ۴ مه
د پکتیا ولایت په جانیخېلو ولسوالۍ کې د تېرو دریو ورځو راهیسې په روانه جګړه کې ۳۵ وسله وال مخالفین وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.
د پکتيا د امنيې قومندانۍ د رسنيو مسول سردار والي تبسم باختر اژانس ته وويل چې سیمې ته د پکتیا امنیه قومندان او د ۲۰۳ تندر قول اردو مشرتابه له تازه دمو سرتېرو او کومانډو ځواکونو سره یو ځای رسېدلي دي او تمه ده چې ډېر ژر به د جانیخېلو ولسوالۍ د وسله والو مخالفینو له شتون څخه پاکه کړي.
تبسم زياته کړه چې په وژل شویو مخالفینو کې پاکستاني جنګیالي هم شامل دي او همدا راز یو تن پاکستانی وسله وال په ټپي حالت کې ژوندی نیول شوی دی.
د ده په وينا په روانه جګړه کې پنځه تن امنيتي ځواکونه هم شهيدان شوي او څلور تنه نور ټپيان دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته