امنیت

د طالبانو دوه تنه قوماندان دامنيتي ځواکونو له خوا ووژل شول .

کابل – باختر دتلې دمياشتې لومړي
په فراه ولايت کې پرون د دوو قوماندانانو په ګډون څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دفراه دوالي ويندوى عبدالرحمن ژوندي باختر آژانس ته وويل : دغه کسان دظفر د ٢٠٧ قول اردو پورې اړوند دکوماندو قطعې دځواکونو دعملياتو په بهير کې چې په بالابلوک ولسوالۍ کې ترسره شول،  ووژل شول.
دژوندي دڅرګندونو له مخې :  په دغو عملياتو کې دطالبانو دقوماندانانو ملاعبدالرحمن او ملاعلاوالدين په ګډون څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ژوندي وويل : په دغو عملياتو کې دکوماندو دقطعې ځواکونو ته د سر زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته