امنیت

د جوزجان امنیه قوماندان : په جوزجان کې د جنايي جرمونوشمېرکم شوي دي

کابل / د تلې / ۲۶ / باختر
د جوزجان امنیتي مسوولین وايي چې په هېواد کې د اسلامي امارت په بریا سره د جوزجان امنیتي مسوولین د تېرې یوې میاشتې په بهیرکې په دغه ولایت کې د جنايي جرمونوپه اړوند ۶۴ تنه نیولي دي.
د جوزجان امنیه قوماندان ملا سراج د باختراژانس سیمه ییزخبریال ته وویل : دغه کسان د وژنې ، انسان تښتونې ، غلا ، د نشه يي توکو د قاچاقواو پلورنې په اړوند د اسلامي امارت د مجاهدینوپه هدفمندو عملیاتوکې له پټنځیوڅخه نیول شوي دي او له دوی څخه یوه اندازه نشه يي توکي او پوځي تجهیزات هم ترلاسه شوي دي.
د جوزجان امنیه قوماندان وویل چې په دغه ولایت کې د جنايي جرمونوشمېرد تېرو دوو میاشتو په پرتله کم شوي دي.
سراج وویل چې په دغو عملیاتوکې دوه تنه هغه کسان شامل دي چې دوه نجونې تښتولې وې .
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته