امنیت

دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر د چنګاښ دويمه :
د قندهار او روزګان د ولايتونو په مربوطاتوکې د دفاعي او امنيتي ځواکونو د ګډو چاڼيزو او محاربوي عملياتوپه بهيرکې دوه تنه ډار اچوونکي ووژل شول او درې ماينونه کشف او شنډ کړى شول .
  د٢٠٥ اتل قول اردو مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: امنيتي ځواکونو د روزګان ولايت د دهراوود او چورې او د قندهار ولايت د ميوند د ولسواليو په مربوطاتو کې د غالب په نامه عملياتوکې دوه تنه ډار اچوونکي ووژل شول او د (بي. ام -١ ) دوه ماينونه او  ٢٥ نور ډول ډول ماينونه کشف او شنډ کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته