ټولنه

دازبکستان يوسلو پنځوس ميګاواټه بريښنا نن شپه په کابل کې داستفادې وړ ګرځي .

کابل باختر د سلواغې ديرشمه :
دبريښنا موسسې رياست  وياند وايي  چې تر نن ماښام پورې  دازبکستان يوسلو پنځوس ميګاواټه وارداتي بريښنا له کابل سره  نښلول کيږي .
  وحيد الله توحيدي چې په دې اړوند يې نن  دباختراژانس له خبريال سره  خبرې کولې  وويل چې دبريښنا موسسې رياست  فني کارکوونکو نن له غرمې وروسته  په بغلان کې  دبريښنا دليږدونې دويجاړو شويو ستنو په ترميمولو کار پيل کړ او تر ماښام پورې يوه ستن چې يوسلو پنځوس ميګاواټه بريښنا کابل ته  تامينوي  ، ترميميږي .
  ده وويل  چې په دويم ستن  کار سرله سبا پيليږي او تر سبا مازيګر پورې دغه ستن هم ترميميږي او دازبکستان  درې سوه ميګاواټه وارداتي بريښنا بيرته په کابل ښار کې  تامنيږي او دبريښنا بهير عادي بڼه  غوره کوي .
  ده وويل : دهېواد پوځيانو په دې برخه کې  زياته همکاري وکړه او دويجاړو شويو ستنو دترميمولو لپاره يې مناسب شرايط برابر کړ .
  ده وويل  چې دبريښنا موسسې  رياست  دهېواد دپوځيانو  دهمکاريو له امله  مننه اوقدرداني کوي او يادونه يې وکړه چې سبا  ددويم ستن  دترميمولو په خاطر کابل ته دبريښنا بهير په لنډ مهال ډول ځنډول کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته