فرهنګ

د نېکمرغه نوي کال د رارسېدو په مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مبارکۍ پیغام!

کابل باختردکب دمياشتې ٣٠:
د نېکمرغه ۱۳۹۶ هجري شمسي‌ کال د رارسېدو له امله د افغانستان مسلمان، مؤمن او شریف ولس ته د زړه له تله مبارکي وایم.
لوی خدای ج دې وکړي چې نوي کال په خپله شنه لمن کې سوله، سوکالي، آبادي او خوښي رانغاړلې وي.

د افغانستان مؤمن او مسلمان ولسه!
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په تېر کال کې ستاسو درنو هېوادوالو په همکارۍ او مټ له فرهنګي سیمو د ساتنې تر څنګ یې خپل شاعران، لیکوالان او د قلم خاوندان په ولایتونو او مرکز کې نمانځلي او درناوی یې کړی دی، په زیات شمېرتاریخي آثار له بهره راوړل شول او په ملي موزیم کې ځای پر ځای شول  او همدارنګه په نوي او عصري توګه دملي آرشیف ساتنه شوې ده.
د بهرنېو ګرځندویانو تر څنګ کورنۍ ګرځندوی ته د پام وړ پاملرنه شوې ده. ځوانانو ته د لوړو زده کړو، نیمه لوړو زده کړو او همدارنګه خصوصي ښوونځېو ته د تللو امکانات په مرکز او ولایتونو کې برابر شوي دي. او د افغانستان د اساسي قانون او نورو نافذه قوانینو په رڼا کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بیان آزادۍ ته ژمن پاتې شوی دی.
مونږ هیله لرو چې ۱۳۹۶ کال به هم له لاسته راوړنو او بریالیتوبونو ډک کال وی.

فرهنګپال ولسه!
مونږ د برمه ډک او ویاړلي تاریخ له امله غني فرهنګ اوملي عنعنې لرو. له هغه ځایه چې فرهنګي میراثونه د یوملت د هویت ښکاروندوی کوي،‌ نو له خپل دولت سره اوږه په اوږه د فرهنګي او ملي میراثونو په ساتلو کې ونډه واخلئ او پرې نه ږدۍ چې بېګانه او د پردي په لمسون ګومارل شوي خلک مو له ملي شتمنېو او فرهنګي میراثونو سره لوبې وکړي.
په پای کې یو ځل بیا دنېکمرغه نوي کال د رارسېدو په ویاړ تاسو ته مبارکي وایم.
د یو سوکاله، آباد او سرلوړي افغانستان په هیله.
په درناوي
پوهاند محمد رسول باوري
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته