کابل / د غبرګولي ۲۳ / باختر
د بغلان په سلګونواوسېدونکو وسلې واخیستلې او د طالبانو پرخلاف ملي پاڅون ته چمتوشول.
دوی وايي چې تر وروستۍ سلګۍ پورې د خلکو او د خپل هېواد دفاع کوي او د طالبانو پروړاندې جنګېږي.
د بغلان یواوسېدونکی چې ويې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل، که څه هم امنیتي او دفاعي ځواکونوطالبانوته د سردروند زیانونه آړولي دي خو دا زموږ دنده ده چې د خپلوپوځیانوترڅنګ د خپل له سیمې او ولایت څخه دفاع وکړو.
هغه وویل، ترڅو چې امنیت په بغلان کې تامین نشي ، موږ د خپلو پوځیانوترڅنګ ولاړ یو او د طالبانو پرخلاف جنګېږو.
پای-ع
15 د یوې دقیقې څخه لږ