امنیت

په قندهار کې د دوو ميينانو له واده سره دکورنيو دمخالفت له امله ددغو ميينانو ځان وژنه

_ قندهار باختر دتلې دمياشتې ٦ مه :
په قندهار ولايت کې دوو ميينانو  له واده سره  ددوى دکورنيو دنه موافقې په غبرګون کې په ځان وژنې لاس پورې کړ .
درارسيدلو خبرونوله مخې ؛ دغې ځوانې نجلۍ او ځوان هلک تيره شپه له هغه وروسته زهر وخوړل  او خپل  ژوند يې پاى ته  ورساه چې له يوبل سره دوادوه لپاره ددوى هڅو نتيجه ورنکړه.
نجلۍ په يوه مذهبي کورنۍکې لويه شوې وه او ځوان هم  ديوه پانګه وال  زوى و.
ددغو  دوو ميينانو  کورنۍ  ددوى واده ته حاضرې نه شوې  اوپه پاى کې د واړو دځان وژنې  تصميم ونيوه او تيره شپه  يوه يې دپنجوايي ولسوالۍ په يوه  څنډه کې او بل يې په بله څنډه کې په خپلو کورونو کې زهر وخوړل او په دې ترتيب يې   خپل  ژوند پاى ته ورساوه .
دقندهار ولايت  دپنجوايي ولسوالۍ دپوليسو يوه مقام باخترآژانس ته وويل  چې  دواړو ميينانو روغتون ته له رسيدو مخکې سا ورکړې وه.
دپوليسو دغه مقام  تائيد کړه چې دغې نجلۍ او ځوان له هغه وروسته  په  ځان وژنې لاس پورې کړ چې کورنۍ يې ددوى واده ته راضي نه شوې.
ويل کيږي چې   زياته نارضايتي دنجلۍ د کورنۍ له خوا وه . دنجلۍ ورور ديني عالم   اودجومات ملاامام دى ، هغه څوک چې ددغو دوو مييانو له واده سره  سخت مخالف و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته