امنیت

څلورڅلوېښت طالبان په کندز کې ووژل شول

 کابل / د وږي ٨ مه / باختر
په کندز کې ٤٤ وسله وال طالبان ووژل شول او په امام صاحب ولسوالۍ پورې اړوند دهقان قشلاق او اسماعیل قشلاق کلي د دښمن له شتون څخه پاک شول.
د ۲۱۷ پامیر قول اردو قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول هادي جمال باختر آژانس ته وویل: په هغو عملیاتو کې چې له څو روځو راپدېخوا د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له شتون څخه د نا امنو ساحو د پاکولو په موخه پیل شوي وو؛ په پايله کې د اسماعیل قشلاق او دهقان قشلاق کلي چې پخوا طالبانو پکې ځای پرځای شوي وو؛ د دې ډلې له شتون څخه پاک شول.
هغه زیاته کړه چې په دغو عملیاتو کې د څو قوماندانانو په ګډون ٤٤ وسله وال طالبان ووژل شول او ٢٤ نور يې ټپیان شول.
پاى/سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته