امنیت

په هرات کې د څه ناڅه څلويښتوتنو طالبانو مرګ ژوبله

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٠
د هرات ولايت د پوليسو مسوولينو د دغه ولايت په فرسي ولسوالۍ کې د وروستيو جګړو په بهيرکې دڅه ناڅه ٤٠ تنو وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړ.
د هرات ولايت امنيه قوماندان وويل: په دغو جګړوکې ١٣ تنه طالبان ووژل شول او ٢٣ تنه نور ټپيان شول.
د هرات ولايت امنيه قوماندان پاسوال عبدالمجيد روزي وويل: پوليسو د فرسي ولسوالۍ د تيرې شپې په عملياتوکې خپله زړورتيا او ميړانه وښودله.
جنرال روزي ژمنه وکړه چې په عملياتوکې دشاملوځواکونو د فوق العاده ترفيعګانو او مکافاتو لپاره به د کورنيو چارو وزارت د مقام له لارې په سملاسي اجراات وشي.
د يوبل خبرله مخې:
په يوه پوځي غونډه کې پريکړه وشوه چې د پوليسو ټول قطعات او جزوتامونه دې د نيکمرغه کوچني اختر په درشل کې د بشپړ تيارسى په حال کې وي چې د اخلالګرو افرادو د فعاليت مخه ونيول شي.
د هرات ولايت امنيه قوماندان اړوندو قطعاتو ته لارښوونه وکړه چې د پټاقيو پلورنې چې د خلکو د انديښنې او د امنيت د ګډوډولو سبب کيږي؛ مخه ونيسي.
د پوليسو مسوولينو له درنوکورنيو څخه وغوښتل چې د خپلوبچيانوعملونه زياته پاملرنه وکړي او هغوى د پټاقيو له کارولو منع کړي.
په دې غونډه کې د روژې په مبارکه مياشت کې د اور وژنې د پوليسو فعاليت چې د اورلګيدنې د څو پيښو مخه ونيوله؛ هم وستايل شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته