سیاست

د جمهورريیس د تسلیت پیغام

کابل/ د تلې ۲٤ مه/باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهورريیس او د وسله وال پوځ د اعلی سرقومندان د تسلیت پیغام
په خواشینۍ سره خبر شوم چې په بلخ کې د  تخنیکي ستونزې له امله د هلیکوپټرې د سقوط په پېښه کې د پیلوټانو په ګډون زموږ د وسله وال پوځ ویاړلي منسوبین د هېواد د دفاع او د خلکو د لا ښه امنیت د تامین په موخه د خپلې سپېڅلې دندې پرمهال، شهیدان شوي دي.
انا لله و انا الیه راجعون
د افغانستان د وسله وال پوځ هر سرتېری د هېواد د دفاع او د تروریزم پر وړاندې د جګړې په ډګر کې د خپلو مبارزو، اتلولیو او سرښندنو له امله د هر افغان ویاړ دی او د هېواد دغه اتلان د هر افغان په زړه کې ځانګړی ځای لري. له همدې امله ټول افغانان د خپلو کورنیو د غړو په څېر د هر سرتېري په خوښۍ، درد او غم  کې ځان شریک بولي.
د دغې غمجنې پېښې د شهیدانو قدرمنو کورنیو، د هېواد د امنیتي، دفاعي او هوایي ځواکونو مسوولینو او منسوبینو او د افغانستان عظیم ولس ته د دوی د شهادت له امله د ډاډګېرنې او غمشریکۍ مراتب څرګندوم.
پاى – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته