نړۍ، د غبرګولي لومړۍ نېټه، بهرنۍ رسنۍ
د ایران تسنیم خبري اژانس د خبر له مخې د ایران د مرحوم ولسمشر ابراهیم رییسي او نورو مړو شویو کسانو د جنازې مراسم نن سه شنبې د ایران په وخت ۹ بجې او ۳۰ دقیقې په تبریز کې پیل او په تهران او قم ښارونو کې تر دوام وروسته د پنجشنبې په ورځ ۴ بجې پای ته رسیږي.
جنازې ته بهرني ګډون وال هم ورغوښتل شوي او ټاکل شوې عمومي مراسم یې په تهران کې ترسره شي.
د بهرنیو چارو وزیر او نور مړه شوي د ایران په بېلابېلو ښارونو، خو ولسمشر ابراهیم رییسي د پنجشنبې په ورځ ۴ بجې مشهد کې خاورو ته سپارل کیږي.
ولسمشر ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر امیر حسین عبداللهیان او نور ملګري یې د یکشنبې په ورځ د دغه هېواد په ختیځ اذربایجان په یو ځنګل کې د هيلیکوپټرې د سقوط په پېښه کې مړه شول.