سیاست

دتخار والي له دريو تنو نورو واليانو سره له رسنيو سره همکارو واليانو په سرکې .

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٢٢
دهغې نوې نظر سنجونې له مخې چې دپرس کلپ په نامه مرکز ترسره کړې دي ويل شوي دي چې دتخار ، لوګر ،کونړ او دفراه واليان له رسنيو سره دهمکارو واليانو په سرکې ځاى لري.
دکابل پرس کلپ مسوولين وايي چې دوى د ٢٠١٦ م کال له پيل څخه دجون دمياشتې تر لومړى نيټې پورې دافغانستان ٣٣ ولايتونو ته سفرونه کړې دي او د دولتي ادارو او واليانو ترمنځ يې دهمکاريو په باب څيړنه ترسره کړه.
په دې نظر سنجونه کې ويل شوي دي چې دکابل پرس کلپ مسوولينو له ٣٧٠تنو خبريالانو څخه پوښتنې کړې دي چې زياترو دغو خبريالانو له دولتي ادارو څخه شکايت کړى دى .
دوى ويلي دي چې په کابل او ولايتونو کې يو شمير حکومتي مقامات نامناسب چلند کوي.
ځواب ورکوونکو ويلي دي چې په ډيرو لږو مواردو کې دمرکې اويا دخبر دتاييد لپاره واليانو ته لاس رسۍ لري او په ځينو مواردو کې آن هيڅوک خبريالانو ته ځواب ورکولوته نه حاضريږي.
په همدې حال کې دتخار او لوګر واليانو په سلو کې ٩٥ ،دکونړ والي هم دافغانستان د ٣٣ ولايتونو ترمنځ په سلو کې ٩٥ رايې ،دباميانو والى په سلو کې ٧٠ او دفراه والي په سلو کې پنځوس رايې ترلاسه کړې دي.
په دې نظر سنجونه کې ويل شوې دي چې دتخار والي محمد ياسين ضيا دلوګر والي محمد حليم فدايي او د کونړ والي وحيد الله کليمزي دهغو واليانو له جملې څخه دي چې له رسنيو سره دنورو واليانو په پرتله خپله دخبرې منبع په توګه کار کړى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته