امنیت

په نورستان کې ددريو تنو پاکستاني طالبانو وژل کيدل .

کابل – باختر- دزمري شلمه :
درې تنه پاکستاني طالبان په نورستان ولايت کې له پوځيانو سره  په نښته کې ووژل شول .
دغه جګړه تيره شپه  په وايګل  ولسوالۍ کې هغه وخت  ونښته چې يوې ډلې  يرغلګرو دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان  بريد وکړ او دپوځيانو له سخت مقاومت  سره مخامخ شول .
دافغانستان په ختيځ کې  دسرحدي پوليسو يوه جګپوړې قوماندان دباختراژانس  خبريال ته وويل چې په دې نښته کې درې تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
ده وويل چې په يرغلګرو  دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان دبريد په وخت کې ددوى له خوا ډزې وشوې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته