نړۍ

دمصر لوى څارنوال ووژل شو

قاهره ايرنا  باختر دچنګاښ دمياشتې  ٩ :
دمصر لوى څارنوال هشام برکات  په سړک کې  ديو ښخ کړاى شوي ماين دچاودنې په پيښه کې  سخت ټپي شو  او وروسته يې  په روغتون کې ساه ورکړه.
باخترآژانس  دبهرنيو  خبرځايونوله خولې خبر راکړ. په دې پيښه کې چې پرون دقاهرې ښار په هليو پليس  سيمه کې رامنځته شوه  ، برکات او يوشمير ساتوونکي يې ټپيان  او روغتون ته وليږدول شول.
دسيناولايت په نامه  په مصر کې دداعش ډلې څه موده مخکې  له خپلو غړو څخه  غوښتي وو چې ددغه هېواد  په قضايي مقاماتو  ددغې ډلې  دشپږو تنو غړو داعدام په خاطر بريدونه وکړي.
هغه تروريستان کې  په سينا ټاپو کې  ديره دي  دمصر دوه تنه قاضيان او يو څارنوال دمي په مياشت کې ترور کړل.
د مصر لوى څارنوال هشام برکات په  ٢٠١٣ ميلادي کال کې  ددغه هېواد داردو دکودتا له وخت څخه تراوسه پورې  په زرګونو تنه مشکوک کسان له تروريستي ډلو سره دهمکارۍپه تور محاکمه کړي دي چې په سلګونو تنه يې په اعدام محکوم شوي دي.
ديوبل خبرله مخې : دامريکا دمتحده ايالاتو حکومت دمصر په لوى څارنوال بريد غندلى دى او ويلي يې دي   په داسې حال کې چې موږ له تروريزم سره دمبارزې لپاره خپلې همکارۍ ته دوام ورکوو دمصر ترڅنګ به ودريږو.
دغه څارنوال  دمصر  ډير جګپوړى مقام و چې دوه کاله مخکې ددغه هېواد دپخواني جمهوررييس محمد مرسي دګوښه کيدو له وخت څخه تراوسه پورې  وژل کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته