نړۍ، د غوايي ۲۷ مه، بهرنۍ رسنۍ
د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین بیجینګ ته تر رسېدو وروسته د چین د خلکو لوی تالار ته رسېدلی او له خپل چینایي سیال شي جینګ پینګ سره یې کتنه شوې او خبرې یې پیل کړې دي.
د روسیې سپوتنیک خبري اژانس خبر ورکړی، چې دواړو مشرانو تالار ته د پلي تګ پر مهال هم یو بل سره خبرې او ګرم روغبړ کړی دی.
ناسته کې شي جینګ پینګ د روسیې ولسمشر پوتین خپل نږدې ملګری بللی او هغه ته یې د ولسمشر په توګه د بیا ځلې ټاکل کېدو مبارکي هم ویلې ده.
چینایي مشر د مسکو او بېجینګ ترمنځ اړیکې ډېرې ښې او په معیار برابرې بللې دي.
پوتین ویلي، چې چین سره د همکاریو په پیاوړي کولو کې عملي ګامونه اخلي او هغه یې خپل مهم سوداګریز او اقتصادي ملګری بللی دی.
د روسیې ولسمشر زیاته کړې، چې له چین سره یې اړیکې د هېڅ چا پر ضد نه دي.