امنیت

د غزني ولايت د سولې شورا رييس له ناوړه قصد څخه روغ رمټ ووت

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٩
د غزني ولايت د سولې شورا رييس له يوه ناوړه قصد څخه روغ رمټ ووت .
د غزني ولايت امنيه قوماندان امين الله امرخيل باختر آژانس ته خبر ورکړ: وسله والو طالبانو ، دغزني ولايت د سولې د ولايتي شورا رييس خليل الله هوتک په کورکې تېره شپه يوه بوشکه يي ماين وچاوه چې له نيکه مرغه چاته زيان و نه رسيد او د سولې د شورا رييس هم په کورکې نه و.
امر خيل زياته کړه: طالبانو تصورکوي چې که چرې د سولې د شورا رييس ته زيان واړوي، په هېواد کې د سولې د ټينګښت خنډ کيږي.
په داسې حال کې چې زموږ په ګډون ټول خلک په هېوادکې د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره هره ورځ شهيدان او ټپيان کيږي او بشپړ باور لري چې يوه ورځ هميشنې سولې ته رسيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته