امنیت

نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

کابل باختردوري پنځمه :
نهه تنه وسله وال طالبان پرون دکندز ولايت  په امام صاحب ولسوالۍ کې  ووژل شول .
د  ٢٠٩ شاهين قول اردو  دمطبوعاتو مسوول جګړن نصرت الله جمشيدي باختراژانس ته وويل  چې دغه وسله وال طالبان  دکندز ولايت دامام صاحب ولسوالۍ  په اقتاش کلي کې  د هوايي بريد په ترڅ کې ووژل شول .
  جمشيدي زياته کړه چې په دغو هوايي بريدونوکې  د يوه تاجکستانى طالب په ګډون اووه تنه نور وسله وال طالبان  ټپيان  شوي دي او دهغوى  يوسراچه موټر دوه قرارګاوې او  دوه سنګرونه  هم دړې وړې شوي دي .  ختم- ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته