_کابل باختر دوري دمياشتې ٧ نيټه :
په غور ولايت کې په دولتي ادارو او د ښوونکو په بستونو کې د استخدام لپاره څه ناڅه دوه زره تنه داوطلبان ډله يېزې آزموينې ته چمتوالى نيسي .
د غور د ولايتي شورا غړي عبدالحميد ناطقي دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛ د دغه ولايت په ښوونځيو کې د ښوونکو او د دولتي ادارو په بستونو کې د دوه زره تنو داوطلبانو د نوم ليکنې بهير بشپړ شوى دى.
ناطقي زياته کړه چې د دغو برخه والو له جملې څخه به څه ناڅه څلور سوه تنه يې په ښوونځيو کې دښوونکو او د دولتي ادارو په تشو بستونو کې استخدام شي.
په همدي حال کې د غور ولايت مسوولين ډاډ ورکوي چې دغه آزموينه به په شفاف ډول ترسره شي .
د غور د والي وياند په دي باب وويل چې دغه آزموينه به دپنجشنبې په ورځ واخيستل شي اود دغې آزموينې د څارنې لپاره به يو هيئت له کابل څخه هم ګډون وکړي.
0 1 دقیقه لوستل