امنیت

د طالبانو له خوا دپوهنې ددوو کارکوونکو خوشې کيدل

کابل باختر د وږي د مياشتې  ١٩  :
طالبانو په پاى کې دفراه ولايت  دپوهنې رياست دوه تنه کارکوونکي خوشې کړل.
دفراه ولايت دانار درې ولسوالۍ دپوهنې مدير له يوه ښوونکي سره  درې ورځې مخکې  دطالبانوله خوا تښتول شوى و.
دفراه ولايت  يوه امنيتي مقام باخترآژانس ته وويل  چې دپوهنې دغه کارکوونکي پرون ناوخته  دسيمې دمشرانو په منځګړيتوب دطالبانوله خوا   خوشې شول .
دفراه ولايت د اناردرې ولسوالۍ  دپوهنې مدير فقيراحمد وايي کله چې  دخپلې  دندې په لور روان و ، دطالبانوله خوا وتښتول شو.
دى وايي ددې په خوشي کولو کې دطالبانو له ډلې سره کومه معامله نه ده شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته