ټولنه

دجوماتونو امامانو : په ملي وحدت او ددين، هيواد او خلکو ددښمنانو پرخلاف دخلکو په يو موټي توب باندې ټينګار وکړ .

کابل باختر  دتلي څليرويشتمه :
دجوماتونوامامانو  او دحسينيه و واعظانو نن دجمعې  دلمانځه  له اداکولو مخکې  دهيواد خلکو ددين ، خلکو او خاورې ددښمنانو په وړاندې يو والي او پيوستون  او داسلام دمبين دين داصولو او ارزښتونو پيروى ته راوبلل .
  دهيواد دمرکزاو ولايتونوله ځينو  جوماتونو څخه دباختراژانس دخبريالانو دخبر له مخې  ددين عالمانو دجمعې  دلمانځه له خطبو مخکې  خلک دې ته وهڅول چې داسلام دمبين دين داصولو او ارزښتونو  په  پيروي  دهيواد له نورو خلکو سره مناسب چلند اوسلوک وکړي او له ظالمانه او ناروا عملونو څخه دې ډده وکړي .
  دوى ټينګار وکړ هغه کسان چې دپرديو په اشاره دمظلومو ، بيګناه او مسلمانو خلکو په وژنې او وينې تويولو لاس پورې کوي دغه شان عملونه داسلام په مقدس دين کې هيڅ جواز  نه لري او داسلامي اصولو او ارزښتونو پرخلاف دي  ددغه کسانو ځاى  دوزخ دى .
  ديني عالمانو ټينګار وکړ چې دافغانستان عالمان او ټول خلک  دې بايد د هيواد دامنيتي ځواکونو ملاتړ وکړي په دې خاطر چې دغه افغان رښتيني  بچيان دسولې او امنيت دټينګښت او دهيواد او دبيګناه او مظلومو خلکو ددفاع په مقصد  ددښمنانو پرخلاف  دجګړې په تودو سنګرونوکې قرباني ورکوي .
  امامانو اوواعظانو دهيواد دخلکو په ملي يو والي او پيوستون باندې تينګار وکړ اوڅرګنده يې کړه چې سوله او امنيت خلکو ته يو ضروري کار دى او په هيواد کې سوله او امنيت هغه وخت تامنيږي  چې خلک  ددښمنانو په وړاندې يوموټي او متحد شي .
ددين عالمانو خلک داسلام دمقدس  دين دارزښتونو او اصولو پيروى ته راوبلل اوويې ويل چې داسلام مبين دين دسولې ، صفا او پخلاينې دين دى او ډير ښه  انسانان هغه کسان دي چې خير يې نورو ته ورسيږي .
  دوى دغه راز له وسله والو  مخالفينو څخه وغوښتل چې له جګړې  ، وينې تويولو او دهيواد دبې دفاع خلکو  په وړاندې  له هرراز تاوتريخوالي څخه لاس واخلي او دلوى خداى ( ج )  او داسلام دمبين دين امر چې هماغه سوله او پخلاينه ده پرځاى کړي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته