امنیت

په ننګرهار کې د هوايي بريد له امله دداعش دډلې پنځه تنه غړي ووژل شول

کابل  باختر  د ثور د مياشتې ٢١ :
دننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې نن  دهوايي بريد له امله دداعش پنځه تنه غړي ووژل شول.
دافغانستان په ختيځ کې   دپوليسو يو قوماندان دباختر آژانس خبريال ته وويل  چې په دې هوايي بريد کې د داعش پنځه تنه غړي وژل شوي دي.
ده زياته کړه:  په موټر سپرو سپاره  داعشيان په تروريستي فعاليتونو بوخت و  چې دافغانستان دهوايي پوځ له خوا پرې بريد وشو.
ويل کيږي چې په دې بريد کې ملکي وګړو ته  زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته