سیاست

اجرائيه رئیس د ښځو په چاروکې د ملګرو ملتو د سرمنشي له مرستیالې سره وکتل

کابل_باختر د چنګاښ د مياشتې ٢٩ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې او د ښخو په برخه کې د یاد سازمان د دفتر له مشرې فومزیل ملامبو نوکا سره وکتل.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د افغان ښځو پر وضعیت، د تیرې لسیزې پرمهال د افغان ښځو پر پرمختګونو، روانو ستونزو او راتلوونکو پلانونو باندې خبرې وشوې.
اغلې نوکا له اجرائیه رئیس سره په خبرو کې وویل، چې په افغانستان کې د یوې خاصې علاقې له مخې کار کوي او هیله لري، چې دلته به ژر سوله او ثبات تامین شي، څو په دې توګه د نا امنۍ له خاطره د ښځو پر وړاندې پرتې ستونزې هم له منځه ولاړې شي.
هغې زیاته کړه، چې په افغانستان کې د ښځو پرمختګونه خورا ښکاره دي، خو لا هم اړتیا ده، چې د تاوتریخوالي په مخنیوي او لومړنیو حقونو ته د رسېدو په لاره کې د ښځو له هڅو او نورو اړوندو نوښتونو ملاتړ زیات شي.
نوموړې یادونه وکړه، چې د ښځو د پرځان بسیاینې لپاره یې هڅې پیل کړې او کار کوي، چې ښځو د مسلکي زده کړو په ورکړه سره د هغوی د اقتصادي خودکفايي هڅې چټکې کړي.
د هیواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د ملګرو ملتونو له یاد دفتر څخه مننه وکړه، چې د افغان ښځو د ژوند د ښه والي لپاره هڅې کوي.
ده وویل، چې افغان ښځې د ملي یووالي حکومت په کاري او پرمختیايي اجنډاوو کې د لومړي توګه په مطرح شوي او حکومت د کرهڼې او ښځو چارو وزارتونو په ګډ کار سره د ښځو د اقتصادي حالت ښه کولو لپاره د کلیو په سطحه کوچنۍ اقتصادي او عایداتي پروګرامونه پلي کړي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې ملي یووالي حکومت په پرېکړه کوونکو حکومتي پوسټونو کې د ښځو پراخ حضور ته زمینه مساعده کړې او په تېرو دوو کلونو کې یې په دې برخه کې د پام وړ ګامونه پورته کړي، چې پرمهال یې زيات شمېر ښځې په مهمو پوسټونو کې مقررې شوې دي.
اجرائیه رئیس وړاندې وویل، چې په عدلي او قضايي سيسټم کې اصلاحات او هلته د ښځو پراخې ونډې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي او د مجازاتو د پلي کېدو له لړۍ سره مرسته کړې.
ده یادونه وکړه، چې حکومت د ارشاد، حج اوقافو او د عالمانو له شورا سره له طریقه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي او د لومړنیو حقونو ته د رسېدګۍ لپاره د عامه پوهاوي کارونه کړي دي.#  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته