نړۍ

دپاکستان مطبوعات : ملا عبدالغني برادر نن له بند څخه آزاديږي کيږي خو دافغانستان دولت ته نه سپارل کيږي.

کابل   باختر دوږي دمياشتې ٣٠
د پاکستان  مطبوعاتو اعلام کړى دى چې نن  ملاعبدالغني  برادر له  بند څخه  آزاديږي .
دافغانستان دسولې عالي شورا دپاکستان له جيل څخه دملا عبدالغني برادر خوشي کولو هرکلي کړى دى.
دا په داسې حال کې ده چې دپاکستان دبهرنيو چارو وزارت اعلام کړى دى چې
ملا عبدالغني برادر په دافغانستان دسولې بهيرته دآسانيتاو د برابرولو په خاطر خوشي شي.
پاکستاني ورځپانو دملي او بهرني امنيت په چارو کې دپاکستان دصدراعظم  د سلاکار سرتاج عزيز له خولې خبر ورکړى دى چې ملا عبدالغني برادر دافغانستان دولت ته نه سپارل کيږي هغه کولاى شي له خوشي کيدو وروسته دخپل ژوند لپاره په پاکستان يا دعربستان او يا ترکيې کې پاتې شي.
دافغانستان جمهوري رياست هم دپاکستان ددغه اقدام هرکلى کړى دى . دجمهوري رياست ويندوىايمل فيضي ويلي دي موږ باور لرو چې دپاکستان دغه اقدام به په افغانستان کې دسولې بهير پياوړى کړي .
دسولې دعالي شورا منشي امين الدين مظفرى دباختر آژانس خبريال ته وويل :  په اصل کې له بند څخه ديو مصلح په توګه دملاعبدالغني برادر دخوشي کولو هرکلى کوو او دغه خلاصون په ملاعبدالغني برادر پورې اړه چې  افغانستان ته راځي که څنګه ؟ مهمه دا ده چې په څه ډول  دافغانستان دسولې له بهيرسره همکاري کوي.
ده زياته کړه چې دسولې عالي شورا هيله لري چې ملاعبدالغني برادر وکولاى شي په افغانستان کې دسولې له بهير سره مرسته وکړي.
مظفري زياته کړه نه يوازې ملابرادر بلکې هرشخص چې دافغانستان دسولې له بهير سره همکاري وکړي دسولې عالي شورا د دولت په همکارۍ په دغه هيواد کې ورته  دژوند شرايط برابروي .
ملاعبدالغني برادر دطالبانو د ډلې اصلي غړي دى چې په ٢٠١٠ ميلادي کال کې دپاکستان په کراچۍ ښارکې ونيول شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته