امنیت

ددوو تنو مړي په نيمروز کې ترلاسه شول .

کابل باختر د چنګاښ څليرويشتمه

  دنيمروز پوليسو نن ددغه ولايت په مربوطاتو کې دوه مړي ترلاسه کړل .

 ويل کيږي چې ترلاسه شوي مړي دهغو څلورو تنو له جملي څخه دي چې څلور مياشتې مخکې دنيمروز ښار له  چيګني  له سيمې  څخه  دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا تښتول شوي وو .

 دنيمروز ولايت  دامنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې مدير عبدالهادي  عزيزي باختر اژانس ته وويل هغه څلور تنه چې دامنيتي ځواکونو له خپلوانو اوبډايو کسانو څخه وو  دوسله والو کسانو له خوا تښتول شوي وو چې دوو تنو مړي يي دنيمروز ښار  د ختيځ  په  ريګ جبار کې ترلاسه شول

 خبرځاى زياته کړه چې ترلاسه شوي مړي نن وارثانو ته يي  سپارل کيږي خو ددوو تنو نورودبرخليک په باب څه نه دي ويل شوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته