امنیت

يو سلو څليرويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢
امنيتي ځواکونو په تيرو دوو ورځو کې د هيواد په ځينو سيمو کې د عملياتو په بهير کې ١٢٤ تنه وسله وال طالبان ووژل.
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: امنيتي ځواکونو د لغمان، بلخ، زابل، ننګرهار، کاپيسا، قندهار، هلمند او د هرات د ولايتونو په مربوطاتو کې محاربوي فعاليتونه ترسره کړل چې له امله يې ١٢٤ تنه وسله وال طالبان وژلي شوي ، ١٨ تنه ټپيان او ٥ تنه نور يې د امنيتي ځواکونو له خوا نيول  شوي دي .
دغه راز د ملي پوليسو ځواکونو د هلمند ، بادغيس ، فراه ، قندهار، زابل او د هرات د ولايتونو په مربوطاتوکې د ګزمې په بهيرکې ٤٠ ماينونه کشف او شنډ کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته