کابل باختر دتلي يوولسمه :
په پکتيا ولايت کې له لسګونو اړواو جګړې ځپلوکورنيو سره مرسته وشوه .
په دې پړاو کې په نږدې سلو کورنيو د کورنيو او نړيوالو مرستندويو بنسټونو له خوا خوراکي توکي او لګښتي مالونه ويشل شوي دي .
دپکتيا ولايت له پيښو سره دمبارزې دتيارى د ادارې يوه مسوول دباخترآژانس خبريال ته وويل چې دغه اړې کورنۍ هغه کسان و چې په خپلو سيموکې له جګړې څخه تښتيدلي دي .
دغه راز دپکتيا او ننګرهارپه ولايتونوکې له تروريستانو سره په جګړه کې ديوشمېر شهيدو شويو پوځيانو له کورنيو سره مرسته وشوه .
په دې پړاو کې پنځوسو کورنيو خوراکي توکي او لګښتي مالونه ترلاسه کړل .
سيمه ئيز مسوولين وايي چې دغو کورنيو خپله عزيزان چې پوځيان وو، له تروريستانو سره په جګړه کې له لاسه ورکړي دي .
مخکې له دې هم په ننګرهارکې له وسله والو طالبانو او داعشيانو سره د شهيدو شويو پوځيانو له ځينو کورنيو سره مرسته شوې ده .
0 1 دقیقه لوستل