کابل باخترد لړم دمياشتې١نيټه :
په فارياب ولايت کې پرون د يوه وسله وال طالب له خوا د يوه جوړ شوي ماين د چادونې له امله د هغه ميرمن او دوه ماشومان ووژل شول.
د فارياب د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالکريم يورش د باختر آژانس خبريال ته وويل: د وسله والوطالبانو يو ماين جوړونکى ملا صدرالدين د دغه ولايت د ګرزيوال ولسوالۍ په سرچکان کلي کې کله يې چې غوښتل په خپل کورکې يو ماين د چاولو لپاره عيار کړي، دغه ماين وچاوديد چې له امله يې د ده ميرمن او دوه ماشومان ووژل شول.
ده زياته کړه: په دې پيښه کې ملا صدرالدين هم تپي شوى دى.
پاى ذکرالله
1 د یوې دقیقې څخه لږ