سیاست

درايو دبيا شمېرنې په بهير کې ځنډ

کابل /دلړم ١٥مه / باختر :
سره له دې چې  دانتخاباتو دخپلواک کمېسيون  اعلام کړى و  چې ددوشنبې په ورځ  په ولايتونوکې  درايو دبيا شمېرنې  او پلټنې بهير  پيلېږي . خو له دغې نيټې څخه  ددريو ورځو په تېريدو سره  تراوسه پورې  دغه بهير نه دى پيل شوى .
دانتخاباتو دخپلواک کمېسيون وياند عبدالعزيز ابراهيمي په دې اړوند باختراژانس ته وويل  چې دکمېسيون  مشرتوب  هڅه کوي  چې په ډير لنډ ممکن وخت کې  په ولايتونوکې  د رايو دبيا شمېرنې بهير  پيل کړي . خو ځينې تخنيکي چارې  ددې سبب شوي دي  چې دغه بهير  له يوڅه  ځنډ سره مخامخ شي .
ابراهيمي دغه راز وويل چې دکمېسيون  دمشرتابه هيئت د څه دپاسه  يوسلو درې اويا زرو  مبهمو رايو  ،  د راي اخستنې  له وخت څخه بهر  ديوسلو دولسو زرو  رايو او د اووه څلويښتو زرو نورو رايو  په باره کې  هم دتکراري عکس  دتفکيک په باره کې به چې  سيستم ته داخل شوي دي  ډير ژر  خپل تصميم اعلام کړي .
په همدې حال کې يوشمېر انتخاباتي ډلې  ټينګار کوي  چې دانتخاباتو کمېسيون دې  په ډير لنډ ممکن وخت کې  دتفکيک وړ رايو په باب  خپل دريځ  اعلام کړي .
دغه انتخاباتي ډلې  دغه راز ټينګار کوي  چې دولس زره صندوقونه  درايودبيا شمېرنې لپاره  مشخص شوي و ، چې بايد انتخاباتو خپلواک کمېسيون  له بيا شمېرنې مخکې  دبې اعتبارو رايو  د ابطال  مسئله  روښانه کړي.
په همدې حال کې دانتخاباتو دخپلواک کمېسيون غړي  مولانا عبدالله رسنيو ته ويلي دي  تر هغه وخته پورې درايو سقف   مشخص  نه شي   په ولايتونوکې  دبيا شمېرنې بهير به له ستونزې سره مخامخ شي .
داپه داسې حال کې ده چې  په انتخاباتو  يوشمېر کتوونکو بنسټونه هم داندېښنې په څرګندولو سره ويلي دي  چې ددغه حالت په دوام سره به  کمېسيون  په ټاکلې  وخت دپايلو  په اعلامولو بريالي نه شي .
  دانتخاباتودکمېسيون  دتقويم پربنسټ ټاکل شوې وه  چې دجمهوري رياست  دانتخاباتو لومړنى پايلې  دروان کال  دتلې  دمياشتې  په  ٢٧ نيټه  اووروستۍ پايلې دلړم  دمياشتې په  ١٦ نيټه اعلام کړي . خو ددرملوک شرکت  له لوري  د څېړنو پربنسټ دغه وخت  وځنډيد .
دانتخاباتو کمېسيون له خلکو څخه دبخښنې په غوښتنې سره اعلام کړى و  چې دانتخاباتو لومړى پايله به  دلړم  په  ٢٣ نيټه او وروستى پايله  دليندې په  ١٥ نيټه اعلام کړي .
خو يوشمېر  انتخاباتي ډلې وايي چې کمېسيون به دخپلو کمزورو کړنو له مخې  په دې بريالي نه شي چې دانتخاباتو پايلې  په ټاکلي وخت کې اعلام کړي . اوښايي  ټاکلې نيټه بيا  وځنډېږي .
ختم_ ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته