امنیت

په تخار کې دپوليسو په پوستو دطالبانو دبريد شنډول .

کابل باختر دزمري  دولسمه :
دتخار ولايت په درقد ولسوالۍ  کې دامنيتي ځواکونو اوطالبانو ترمنځ وسله واله نښته کې نهو تنو وسله والوطالبانو ته مرګ ژوبله واوښته
دتخار ولايت وياند سنت الله تيموري دباختراژانس خبريال ته وويل وسله والوطالبانوتيره شپه په درقد ولسوالۍ کې دملي او سيمه ئيزو پوليسو په څو پوستو بريدونه وکړل چې له امله يې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول .
داپه داسې حال کې  ده چې امنيتي مسوولين وايي چې همدا اوس دتخار ولايت دخواجه غار درقد او داشکمش په ولسواليو کې دطالبانو او ددولتي ځواکونو ترمنځ نښتې دوام لري  چې په وروستيو ورځو کې ددولت مخالفينو ته دسردرانده زيانونه اوښتي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته