امنیت

د افغانستان په ختيځ کې په يو هوايي بريدکې د داعش د اتو تنو غړو وژل کيدل

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ٢٤ :
د داعش د تروريستي ډلې اته تنه غړي د افغانستان په ختيځ کې په يوه هوايي بريد کې ووژل شول.
په موټر سپاره په دغو تروريستانوکله يې چې غوښتل په يو لړ تروريستي بريدونو لاس پورې کړي؛ د ننګرهار ولايت د هسکې مينې ولسوالۍ د آغز او قلعه شيخ د کليو ترمنځ ساحه کې  د بې پيلوټه جنګي الوتکوله خوا بريد وشو.
د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې هوايي بريدکې د داعش د ډلې د يوسيمه ييز قوماندان زمري په ګډون د دغې ډلې اته تنه غړي ووژل شول.
ده وويل: په يرغلګرو کله يې چې غوښتل په ننګرهارکې په يو لړ تروريستي بريدونو لاس پورې کړي؛ د بې پيلوټه الوتکو له خوا بريد وشو.
ويل کيږي؛ په دې هوايي بريدکې د سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.
داعش تر اوسه پورې دغه پيښه نه ده تائيدکړې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته