امنیت

درې تنه دقرقين دولسوال دترور په تور ونيول شول .

کابل باختر د چنګاښ  دولسمه

 درې تنه دجوزجان ولايت دقرقين دولسوال په ترور کې دلاس لرلو  په تور ونيول شول .

  پوليس وايي دغه کسان  ددغه سيمه ئيز مسوول  په وژلو کې لاس درلود .

 دجوزجان ولايت دقرقين ولسوال محمد نظر  دجمعي په شپه له خپلي ميرمنې او  يوې لوره سره دده په کور ديرغلګرو دبريد په بهير کې ووژل شو

 دجوزجان ولايت دپوليسو مسوول باختر اژانس ته وويل په نيول شويوکسانو کې د سيمي دوه تنه اوسيدونکي اودمحمد نظر  يو ساتونکي شامل دي

 ده وويل چې دوي له څيړنو وروسته ددغو دريو تنو په نيولو اقدام کړي دي .

 داپه داسي حال کې ده چې دجوزجان ولايت سيمه ئيزو مقاماتو پخوا ويلي و چې دقرقين دولسوال دوه تنه ساتونکي  يي ددغه سيمه ئيز مسوول له ترور څخه څوشيبي وروسته  نيولي دي .

  دجوزجان ولايت دپوليسو دغه مسوول وايي چې دقرقين دولسوال ترور  دشخصي دښمنيو  زيږنده ده اوپه دغه بريد کې  وسله والو طالبانو لاس نه و

 دجوزجان ولايت دقرقين ولسوالۍ په دې وروستيو وختو کې ديولړ   نااراميو ډګر دي .

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته