خبرونهاقتصادټولنه

په نورستان کې د لرګیو د پروسس کارخونه جوړه شوه

کابل، د  غوایي ۲۲مه، باختر 

د نورستان ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د ۵ میلیونو افغانیو په لګښت د لرګیو د پروسس کارخونه جوړه او فعالیت یې پيل کړی دی.

د یاد ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس مولوي سليمان ایمن د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د دغه ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د احمد محمود سوداګریز ګروپ له لوري د ۵ میلونو افغانیو په لګښت د لرګیو د پروسس کارخونې فعالیت پيل کړی چې په دغه کارخونه کې کړکۍ، دروازې،المارۍ میزونه، څوکۍ، تختونه، کوچونه او نور انتیک لرګين سامان آلات جوړېږي.

هغه وویل چې د یادې ولسوالۍ په دوآبه هډه کې د پخوا څخه پاتې۶۵۰ زره فوټه مکعبه لرګي چې د وراسته کېدو له ګواښ سره مخ دي په سمه توګه به تري ګټه واخيستل شې.

ایمن زیاته کړه، چې په دغه فابریکه کې یواځې به له هغو لرګیو څه استفاده وشي چې له مودو راهيسې پاتې دي.

 هغه زیاته کړې چې په دغه ولایت کې یې د ځنګلونو ساتنې لپاره کوټلي ګامونه اخستي او چا ته به اجازه ور نه کړي، چې د ځنګل څخه ناوړه استفاده وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته