کابل باختر د مرغومي ١٨ مــــــــــــه
دفوتبال دحذفي جام سيالۍ سبا په هرات ولايت کې پيليږي .
دهرات ولايت د ورزشي امريت مرستيال ضيا الحق ضيا دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل په دغو سياليو کې دفوتبال شپاړس ټيمونه ګډون کوي . چې ددغو سياليو په لومړي پړاو کې به دانصاري او اماني ټيمونه لوبه وکړي .
ديو بل خبر له مخې ، دهرات ښار د ځوانانو او تنکېو ځوانانو دفوتبال سيالۍ پرون مازيګر په دريو لوبو سره دوام وکړ . په دغو لوبو کې دهيواد دتنکېو ځوانانو ټيم دهدف پرټيم بريالي شو . او دخراسان او ازادي ټيمونه برابر شول . او دپيروزي ټيم د صفر په مقابل کې په پنځو سره دازادي ټيم ته ماتې ورکړه .