-کابل باختر د وري اتمه :
په غزني ولايت کې امنيتي منسوبانو دوسله والو طالبانو يومسوول چې دوى ته عشر او ذګات راټولول پرون ونيوه .
دغزني دوالي وياند محمدعارف نوري باختراژانس ته وويل چې ددغه ولايت پوليس هلې ځلې کوي چې ددغو طالبانو نور غړي هم ونيسي .
ده وويل دطالبانو دغه نيول شوى غړى اعتراف کړى دى چې له پنځه مياشتې راپديخوا په غزني کې له خلکو څخه دعشر او ذکات په توګه پيسې راټولولې .
دوسله والو طالبانو له خوا دعشر او ذکات راټولول ددغې ډلې تر ځواکمنى لاندې يو معمولي امردى او دمالي منابع يوه برخه ېې تامينوي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ