امنیت

دلغمان ولايت دملي امنيت ديوه کارکوونکي په کور دوسله والو غلو ناکام بريد.

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٤
دلغمان ولايت دملي امنيت ديوه کارکوونکي په کور دناپيژاندو وسله والو کسانو دبريد له امله يو يرغلګر ووژل شو .
دتيرې شپې د دولسو بجو په شاوخوا کې يو ډله وسله وال غله دميترلام ښار په ميا بانډي ساحه کې دملي امنيت ديوه کارکوونکي سيد عباس کورته ننوتل او دغه کورته دغلو په ننوتو سره ګاونډيان خبر شول.
او امنيتي ځواکونو ساحې ته له رسيدو سره سم له غلو سره په جګړې لاس پورې کړ .
دلغمان ولايت دامنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره دمبارزې مسول محمد شريف دباختر آژانس ته وويل چې په دې نښته کې يو غل ووژل شو او نوريې دشپې له تورتم څخه په استفادې سره په تيښتې بريالي شول.
يوه اړونده خبرځاى وويل چې وسله وال غله د ملي امنيت ددغه کارکوونکي دکورد مالونو په لوټولو نه دي بريالي شوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته